۰

طالبانو د قطر بین الاافغاني ناسته کې د سلام رحیمي له ګډون سره مخالفت کړی

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۰
راپورونه وایي، وسله والو طالبانو د قطر په بین الاافغاني ناسته کې د افغان حکومت د سولې د چارو وزیر عبدالسلام رحیمي له ګدون سره مخالفت کړی دی.
طالبانو د قطر بین الاافغاني ناسته کې د سلام رحیمي له ګډون سره مخالفت کړی
راپورونه وایي، وسله والو طالبانو د قطر په بین الاافغاني ناسته کې د افغان حکومت د سولې د چارو وزیر عبدالسلام رحیمي له ګدون سره مخالفت کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د قطر بین الاافغاني ناسته سبا یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر په ګډو هڅو او کوربتوب جوړه شي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

دغه غوندې ته افغان سیاسیون هم وربلل شوي، چې نن شنبې د افغان سیاسیون یوه ۵۲ کسیزه ډله د قطر په لور روانه شوه.

راپورونه وايي، د بین الاافغاني خبرو لپاره د طالبانو یو شرط دا و، چې د افغان حکومت هېڅ کوم لوړ پوړی چارواکی به په کې ګډون نه کوي.

قطر کې د طالبانو استازو بي بي سي ته ویلي، چې له همدې امله دوی قطر کې د بین الافغاني خبرو پلاوي کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي له حضور سره مخالفت ښودلی دی.

جرمني او قطر هم وړاندې ویلي وو چې د غونډې ګډونوال به په انفرادي ډول ناسته کې ګډون کوي او د هېڅ اړخ استازتوب به نه کوي، خو طالبانو ویلي، چې د دوی پلاوی به د طالبانو په استازیتوب ګډون په کې کوي.

ځينو رسنيو کې خپاره شوي رپوټونه وايي کوربنو له ګډونوالو غوښتي چې په دې تړاو ډېر جزييات نه ډاګیزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي