۰

د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا هم بشپړ نه شو

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۸
ولسي جرګې د منشي او نایب منشي د ټاکل کېدو او اداري پلاوي د بشپړولو لپاره د درېم ځل لپاره ټاکنې تر سره کړې، خو بریالي نه شول.
د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا هم بشپړ نه شو
ولسي جرګې د منشي او نایب منشي د ټاکل کېدو او اداري پلاوي د بشپړولو لپاره د درېم ځل لپاره ټاکنې تر سره کړې، خو بریالي نه شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن شنبې چنګاښ ۱۵ مې د ورځې نصاف ۲۱۸ تنه و، چې د منشي او نایب منشي د څوکۍ لپاره پنځوس جمع یو ۱۱۰ رایې ټاکل شوې وې.

د منشي څوکۍ لپاره محمد کریم، اتل، ۶۲، عبدالروف انعامي ۴۶، میردادخان نجرابي ۴۵، عزیزالله الفتي ۴۱ او زهره نوروزي ۱۰ تایید رایې خپلې کړې.

په دې سره د جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، چې له نوماندانو یوه هم پوره رایې نه دي اخیستې نو د داخلي اصولو سره سم ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، چې د کریم اتل او عبدالروف انعامي تر منځ به سبا تر سره شي.

دغه راز د نایب منشي د څوکۍ لپاره جاوید صافي ۷۹، نیلوفر کوفي ۶۹ او عبدالنصیر فراهی ۳۷ تایید رایې واخیست خو یوه هم ۱۱۰ رایې پوره نه کړې او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.

د جرګې رییس و ویل، چې د داخلي اصولو سره سم به د نایب مشنۍ دوهم پړاو ټاکنې د جاوید صافي او نیلوفر کوفي تر منځ سبا تر سره شي.

د یادونې ده، چې دا د منشي او نایب منشي د څوکۍ لپاره د ولسي جرګې درېیم پړاو ټاکنې دي، چې تر سره کېږي، خو که دا ځل هم کوم یو بریالی نه شو، نو د داخلي اصولو له مخې به د هغو نوماندانو لپاره چې په تېرو دریو پړاو کې یې تر نورو ډېرې رایه وړې علني رای اچونه کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي