۰
د بحران نړیواله ډله:

امریکا ته خپل امنیت مهم دی، ښايي تر سپټمبر مخکې له طالبان سره موافقه وکړي

شنبی ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د بحران نړیوالې ډلې مشر لورل مېلر وايي، امکان شته، چې امریکا او طالبان تر سپټمبر میاشتې مخکې موافقې ته ورسېږي او یوه هوکړه لاسلیک کړي.
امریکا ته خپل امنیت مهم دی، ښايي تر سپټمبر مخکې له طالبان سره موافقه وکړي
د بحران نړیوالې ډلې مشر لورل مېلر وايي، امکان شته، چې امریکا او طالبان تر سپټمبر میاشتې مخکې موافقې ته ورسېږي او یوه هوکړه لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر ویلي، دا به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه نه بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ یو توافق وي.

لورل مېلر زیاته کړې، چې امریکا ته خپل ملي امنیت او ملي ګټې مهمې دي، نه دا چې تر هوکړې وروسته به په افغانستان کې د طالبانو سیاسي ځای ځاګی کوم وي او یا به افغان حکومت له څه ډول برخلیک سره مخ کېږي.

د بحران نړیوالې ډلې مشر ویلي سره له دې چې د امریکا او طالبانو جدي خبرې روانې کړې دي خو په دې خبرو کې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د سرنوشت په اړه کوم بحث نه کېږي.

مېلر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې اوونۍ راهیسې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په اړه خبرې روانې دي.

تر اوسه د خبرو جزیات نه دي راوتلي خو دواړه لوري وایي، په خبرو کې پرمختګ شوی او تمه ده چې یوې موافقې ته سره ورسېږي.

طالبانو ویلي په خبرو کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه پرمختګ شوی او دا خبرې به نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه هم دوام ولري.

ویل کېږي طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د ټینګار تر څنګ په شپږو میاشتو کې د دغه ځواکونو وتل غواړي خو امریکا له پنځو میاشتو تر دوه کلونو پورې موده باندې ټینګار کوي.

بل خوا دا هم ویل کېږي، چې امریکا د دې تر څنګ، د افغان حکومت او طالبانو پر مخامخ خبرو، اوربند او د نورو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارېدو هم ټینګار کوي او پر څلور واړه ټکو په یوه وخت کې موافقه غواړي.

خو طالبان وايي، کله چې د دوی او امریکا تر منځ د ځواکونو د ایستلو مساله حل او مهال وېش یې اعلان شي، بیا به له افغاني لوریو سره خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي