ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال له ۹ ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په ځینو کلیو کې عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د اندخوی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا زار محمد له خپلو ۹ ملګرو سره وژل شوی دی.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په سیمه کې لا هم چاڼیز عملیات دوام لري او د طالبانو تر بشپړ پاکولو پورې به اوږده شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل