پوهنې وزارت د ټولو ښوونځیو امرینو او مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته ښوونځي کې پر ماشومانو سر ونه خريي او نه یې هم د سر ویښتان قیچي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوهنې وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه یوه اعلامیه کې د وزیر میرویس بلخي له قوله ویلي، دا کار ماشومانو ته روحي او رواني صدمه رسوي او د مخنیوي لپاره یې وزارت په جدي ډول خپل امر پلی کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښوونکي او د ښوونځیو مسوولین دې ماشومانو ته د کمو ویښتانو ساتلو په اړه پوهاوی ورکړي یا دې یې پلرونو سره په دې تړاو خبرې وکړي، خو په قیچي دې هیڅکله د ماشومانو سر نه خریيي.
وزارت ښوونکو ته ګواښ کړی که هر څوک په دې کار کې مجرم وموندل شو او اسناد پرې برابر شول سخت قانوني چلند به ورسره وشي.
جمهورخبري اژانس:کابل