۰

نایجریا کې چاودنې ۱۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
راپورونه وايي، نایجریا کې د تېلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله ۱۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نایجریا کې چاودنې ۱۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، نایجریا کې د تېلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله ۱۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې پېښه د نایجریا بینو ایالت اهمبي کې کلي کې رامنځ ته شوې.

راپورونه وایي، د تېلو ډک ټانکر همدې سیمه کې خراب شوی او خلکو په بوتلونو کې ترې کورونو ته تېل وړل چې چاودنه یې وکړه.

سرچینې زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې ۴۵ تنه سوځېدلي او ۱۰۱ نور ټپیان شوي دي.

د بینو ایالت د لویو لارو د ساتنې قومندان علیو بابا ویلي، د ټپیانو حالت خراب دی، خو د ځینو د ژغورل کېدو هیلې شته.

نوموړی وايي، زیاته مرګ ژوبله له دې کبله هم اوښتې چې د پېښې ځای ته نږدې یو بس موټر تېرېده او د دغه بس ۱۶ سورلۍ هم اور سېځلې دي چې دوه ماشومان او یوه حامله مېرمن هم په کې شامله ده.

د هغه په وینا شاوخوا کورونو ته هم د اور د لمبو تاو رسېدلی او مالي زیانونه یې لیدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي