۰
مارکس پوتزل:

د قطر بین الاافغاني مذاکرات به د افغان سولې لپاره یو مهم فرصت وي

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل په قطر کې کېدونکې بین الاافغاني خبرې د افغان سولې لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
د قطر بین الاافغاني مذاکرات به د افغان سولې لپاره یو مهم فرصت وي
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل په قطر کې کېدونکې بین الاافغاني خبرې د افغان سولې لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتزل نن سه شنبې د چنګاښ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جرمني هیله مند دي، چې د قطر خبرې به د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د باور فضا رامنځ ته او روانې جګړې ته به د پای ټکي کېښودل شي.

پوتزل ویلي، چې په دې خبرو کې به ټول ګډونوال په انفرادي او برابره توګه برخه اخلي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د جرمني او قطر په کوربه توب په قطر کې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

طالبانو په دې خبرو کې د ګډون کولو ویلي خو وایي له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې ونه کړي.

خو افغان حکومت لا هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، ولې وړاندې دغه وزارت ویلي و، ډېر ژر به په قطر کې بین الاافغاني خبرې پیل شي او افغانان به د سولې په اړه یو ښه زېری واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد له تېرو دریو ورځو راهیسې قطر کې له طالبانو سره پر خبرو بوخت دی.

هغه په تازه ټوېټونو کې د جرمنې او قطر په کوربتوب د بین الاافغاني خبرو د کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، تمه لري، چې دغه خبرې به د افغانستان روان ۴۰ کلن ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي