۰
یونیسف:

افغانستان کې دوه میلونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره یا یونیسف وایي، دغه هېواد کې د خوراځوکه ماشومانو کچه لوړه شوې او دوه میلیونه ماشومان د خوراځواکۍ له امله بشپړه وده نه شي کولي.
افغانستان کې دوه میلونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره یا یونیسف وایي، دغه هېواد کې د خوراځوکه ماشومانو کچه لوړه شوې او دوه میلیونه ماشومان د خوراځواکۍ له امله بشپړه وده نه شي کولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې د بیلجیم په پایتخت بروسل کې د افغانستان په اړه د تغذیې د نړیوال کلسټر د روانې دوه اړخیزې غونډې د جوړیدو پر مهال په یوه تازه راپور کې کړې دي.

دغه ادارې په داسې حال کې، چې داغونډه روانه ده، دا اداره افغانستان کې دخوارځواکۍ له منځه وړلو لپاره د جدي هڅو غوښتنه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارېویلي، چې افغان ماشومان لا تر اوسه د څو لسيزو پرله پسې جګړو تر فشار لاندې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د ۳.۸ميليونو ماشومانو په ګډون ۶.۳ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، چې دا شمېر د  یونیسف ادارې د اټکل له مخې د تېر کال په پرتله دوه وارې ډېر دی.

د یونیسف په اعلامیه کې دا فغانستان لپاره د دغې ادارې د د استازي دفتر سرپرستې مېرمن شيما سن ګوپتا له خولې ویل شوي، چې ماشوم ته مناسبه تغذيه په لومړيو ۱۰۰۰ورځو په ترڅ کې د هر ماشوم د ودې او سوکالۍ لپاره ارزښتمنه ده.

خو په وینا یې له بده مرغه ډېر شمېر ماشومان د بې وزلۍ او د غذايي خونديتوب نشتوالي، جنګونو او د مناسبې تغذيې له اهمیت څخه ناخبرتيا له امله له ودې څخه پاتې کېږي، چې دا کار د زرګونو ماشومانو د شديدې خوارځواکۍ لامل کېږي او ډېر شمېر نور يې له دې څخه هم په شديدې خوراځواکۍ اخته کېږي.

د یادونې ده، چې په ټول افغانستان کې د تغذيې په برخه کې دترسره شويو سرويو ارزونې ښيي، چې اوس مهال د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه ۲۲ ولایتونو کې ماشومان، د شديدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو خوارخواکو ماشومانو شمېر دوه ميليونه اټکل شوی دی، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۸ فیصده ډیر دی.

یونیسف وايي، له دغو ننګونو سره سره افغانستان د ماشومانو د تغذيې او روغتيا د ودې په برخه کې مهمې لاس ته راوړنې هم لري.

د یونیسف په معلوماتو کې ویل شوي، چې په وروستيو کلونو کې په هرو ۱۰۰۰ ژونديو زېږېدنو کې له پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو د مړينه کچه له ۶۹ څخه ۵۰ پېښوته راټيټه شوې ده.

د دوی په خبره د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د پنځو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو هغو ماشومانو شمېر له ۴۰ فیصدو څخه ۳۷ فیصدو ته راټيټ شوی دی، چې د خپل عمر په پرتله يې لږه وده کړې ده.

یونیسف اداره وايي، په ټول افغانستان کې په ۱۳۰۰ کلینیکونو کې ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره امکانات شته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي