۰

د کابل د پروني برید مرګ ژوبله ۱۰۵ تنو ته ورسېده

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
کابل کې د پرون ورځې برید او وسله واله نښته د پنځو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلي خو تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د پروني برید مرګ ژوبله ۱۰۵ تنو ته ورسېده
کابل کې د پرون ورځې برید او وسله واله نښته د پنځو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلي خو تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې د افغان پوځ په یوه مرکز لومړی موټر بم چاودنه او وروسته ډلیز وسله وال برید وکړ.

کورنیو چارو وزارت ویل برید ګر په سیمه کې یوې ودانۍ ته ختلي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، او سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

طالبانو د سهار ۸:۵۵ بجې په دغه مرکز برید وکړ، چې له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه ۸ ساعتو ته وغځېده، خو وروسته بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، پنځه واړه بریدګر یې وژلي او د هغوی په چاودنه او برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکي وګړي شهیدان او ۸۴ تنه ټپیان شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې په جګړه کې د ځانګړو ځواکونو دوه پولیس سرتېري هم شهیدان شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت بیا د ټپیان شمېر ۱۰۰ تنه ښودلي، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي او ډېری یې ماشومان دي.

پرون ښوونې وزارت هم تایید کړه، چې د په دغه چاودنه او برید کې د یوه خصوصي ښوونځي ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او ویلي یې وو دوی د ملي دفاع وزارت پر لوژیستیکي او انجینري مرکز برید کړی او ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي