د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت وايي، طالبان په افغانستان کې هر کال د نشه يي توکو د کښت او قاچاق له درکه ۵۰۰ میلیونه ډالر لاسته راوړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین هاشم اورتاق پرون یکشنبې د چنګاښ ۹ مه هرات کې خبریالانو ته وکړې.
نوموړی چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته تللی و، هلته یې د ۳۱ ټنه نشه يي توکو د سوځولو په مراسمو کې دغه څرګندونې وکړې.
تروریزم او مخدره توکي د سکې دوه مخونه دي او طالبان د مخدره توکو د کښت او قاچاق له لارې هر کال ۵۰۰ میلیونه ډالر د جګړې د ماشین چالان ساتلو لپاره ترلاسه کوي.
اورتاق و ویل، چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه، د حکومت یو شېر چارواکي او حتی زورواکان هم د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري.
د هغه په وینا هرات، ننګرهار او کابل هغه ولایتونه دي چې د مخدره توکو تر ټولو لوړ ګراف قاچاق په کې د مافیايي بانډونو لخوا ترسره کېږي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه يي توکو دغه لویه محوله کې چې وسوځول شول، هیرویین، تریاک، چرس، الکولي څښان او کېمیاوي توکي پکې شامل وو.
جمهورخبري آژانس:کابل