۰
جان باس:

امریکا په افغانستان کې د ډموکراټیکو پروسو ملاتړ کوي

دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، متحده ایالات په افغانستان کې د دموکراتیکو پروسو او ټاکنو ملاتړ کوي.
امریکا په افغانستان کې د ډموکراټیکو پروسو ملاتړ کوي
کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، متحده ایالات په افغانستان کې د دموکراتیکو پروسو او ټاکنو ملاتړ کوي.

د جمهور جان باس دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون د کندهار په معروف ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د ټاکنو کمېسیون ۸ تنه کارکوونکي هم وژل شوي وو.

کابل کې د امریکا سفیر تېره شپه په ټوېټر کې د ټاکنو د کمېسیون د ۸ کارکوونکو او نورو ملکیانو وژنه غندلې او ویلي یې دي، چې طالبانو یو وار بیا د ملکي افغانانو وژنې ته دوام ورکړی دی.

نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې په افغانستان کې د ډموکراټیکو پروسو او د انتخاباتو د هغو زرګونو کارکوونکو کلک ملاتړ کوي چې ځانونه يې په خطر کې اچولي، څو افغانان په شفافو، معتبرو او خوندي انتخاباتو کې رأی ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم په کندهار کې د خپلو ۸ کارکوونکو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي دې کسانو د ټاکنو د ملاتړې نوم لیکنه پر مخ بېوله.

یاد کمېسیون له افغان امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې د دوی د کارکوونکو کلک امنیت ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي