۰

کابل کې موټر بم چاودنه، تر اوسه یو جسدو او ۶۵ټپیان روغتون ته وړل شوي

دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۳
د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د موټر بم چاودنې له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه ده.
کابل کې موټر بم چاودنه، تر اوسه یو جسدو او ۶۵ټپیان روغتون ته وړل شوي
د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د موټر بم چاودنې له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه سهار ۹:۵۰ بجې د کابل ښار د شپاړسیمې امنیتي حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي، چاودنه په یاده سیمه کې د پوځ په یوه مرکز شوې، چې د ځينو سرچینو په وینا د دفاع وزارت د وسلو د تخنیکي پر ریاست جګړه روانه ده.

ځینې سرچینې وایي، په دغه سیمه کې درې پرلپسې چاودنې شوې، چې د یادې سیمې اوسېدونکو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه سیمه کې یو خصوصي ښوونځی هم شتون لري، چې د ښوونځي د ښوونکو په وینا تر ۵۰ پورې زده کوونکي د چاودنې له امله ټپیان شوي.

په همدې حال کې عیني شاهدان وایي، ایمرجنسي روغتون ته تر اوسه پورې د یوه ماشوم جسد او ۳۵ ټپیان وروړل شوي، چې ډېری یې ماشومان او د ښوونځي زده کوونکي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه پورې ۶۵ ټپیان روغتونو ته وړل شوي او دا مهال په سیمه کې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

کورنیو چارو وزارت هم په سیمه کې د درنې چاودنې او وسله والې نښتې تایید کړی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، لومړی د یوه موټر په واسطه چاودنه شوې او وروسته څو تنه وسله وال یوې ودانۍ ته ختلي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.

د هغه په وینا سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به وسله وال له منځه یوسي.

خو ځینې عیني شاهدان وايي، چاودنه د میني بس موټر په وسیله وشوه او دا مهال سیمې ته ځانګړي امنیتی ځواکونه رسېدلي دي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې د دوی څو تنو ځانمرګو بریدګرو د ملي دفاع وزارت د وسلو د تخنیک پر ریاست برید کړی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د خبر بشپړ جزیات وروسته....

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي