۰

د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۰
د افغانستان مشرانو جرګې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اووم پړاو ته په اشارې وايي، چې د دغه خبرو د ښه پرمختګ او اجرا لپاره باید د مصالحې شورا بېرته جوړه شي.
د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون
د افغانستان مشرانو جرګې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اووم پړاو ته په اشارې وايي، چې د دغه خبرو د ښه پرمختګ او اجرا لپاره باید د مصالحې شورا بېرته جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو دغه راز د نن یکشنبې چنګاښ ۹ مې په غونده کې دا هم و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو معلومات باید له افغان ولس سره شریک کړی شي تر چې توافقي موارد یې اجرائیوي ضمانت پیدا کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار ټنګار وکړي، چې د خبرو جزیات باید له افغان ولس سره شریک کړی شي.

د جرګې غړي عبدالله قرلق و ویل، چې دا ځلي خبرې نباید د تېرو خبرو په څېر وي، بلکې په دې خبرو کې باید اوربند، بین الاافغاني خبرې، د جګړې پای او له سولې وروسته د طالب جنګالیو مسالې ته پام وشي.

د هغه په وینا امریکا او طالبانو په تېرو شپږ ځلي خبرو کې یوازې خپلې غوښتنې یو ته وړاندې کړې خو د افغان دولت او افغان ولس غوښتونو ته یې هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

د جرګې غړې انارکلي هنریار هم و ویل د افغانستان ولس تمه لري، چې د دې پړاو خبرو جزیات له دوی سره شریک کړی شي، ځکه طالبان تر اوسه بین الافغاني خبرو ته نه دي چمتو شوي او دغه څه ولس اندېښمن کړی دی.

د مېرمن هنریار په وینا امریکا باید پر وسله والو طالبانو فشار راوړي، چې بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي، له جګړې لاس په سر او سوله وشي.

په ورته وخت کې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار له افغان حکومته وغوښتل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته د لوري ورکولو په موخه باید د مصالحې شورا بېرته جوړه کړي.

نوموړي و ویل، که حکومت دا کار وکړي دا د افغان ولس په خیر او ګټه ده او امریکا به افغان دولت او ولس ته ځواب ویونکې کړي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي