۰

میررحمان رحماني د ولسي جرګې رییس وټاکل شو

شنبی ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۱
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ تر میاشت زیاتو نندرایو وروسته د جرګې غړي وتوانېدل، چې میر رحمان رحماني د دغه جرګې د رییس په توګه وټاکل شي.
میررحمان رحماني د ولسي جرګې رییس وټاکل شو
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ تر میاشت زیاتو نندرایو وروسته د جرګې غړي وتوانېدل، چې میر رحمان رحماني د دغه جرګې د رییس په توګه وټاکل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نن شنبې چنګاښ ۸ مې په ناسته کې له تېرو درې ځلي ټاکنو وروسته د خان محمد وردګ او میررحمان رحمانی تر منځ بیا ټاکنې وشوې.

د جرګې د نن ورځې نصاب ۲۴۵ وکیلانو او له دغه چې هر یوه یې ۱۲۳ تایید رایې خپلې کړې هغه به د ولسي جرګې د رییس په توګه ټاکل کېږي.

تر ټاکنو وروسته میر رحمان رحماني د ۱۳۶ تایید رایو په اخیستو سره وتوانېده، چې د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شي.
د نن ورځې په ټاکنو کې خان محمد وردګ ۹۶ تایید رایې، دوه رایې سپینې او ۱۱ رایې هم باطلې وې.

د جرګې رییس ملک قیس نور آغا ملکزي په رسمي ډول میر رحمان رحماني د ۱۳۶ تایید رایو په اخستو سره د ولسي جرګې د ۱۷ تقنیني دورې د رییس په توګه د پنځو کلونو لپاره اعلان کړ.

باید وویل شي، چې د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ له تېرو ۴۰ ورځو راهیسې د وکیلانو تر منځ ناندرۍ روانې وي، چې بالااخره وتوانېدل، نن خپل رییس وټاکي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي