۰

هلمند کې د طالبانو پټنځایونه او دایکنډي کې وسلې نیول شوي

شنبی ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۶
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړي او دایکنډي کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
هلمند کې د طالبانو پټنځایونه او دایکنډي کې وسلې نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړي او دایکنډي کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د چنګاښ ۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د هلمند د سنګین ولسوالۍ په حیدرآباد سیمه کې چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوي او د هغوی یو اوږد تونل چې د ترهګرو بریدونو لپاره یې کاراوه کشف او له منځه وړل شوی دی دی.

کورنیو چارو وزارت وایي، په دې عملیاتو کې ۲۵ کړۍ بېلا بېل ماینونه هم کشف او شنډ کړی شوي دي.

بل خوا وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې وايي، چې د پولیسو ځانګړو او ملي امنیت ځواکونو د دایکنډي ولایت په اشرتلي ولسوالۍ کې ګډه عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یو زیات شمېر درنې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې  یو میل کلاشینکوف، ۵۳ ډزه هاوان ګولۍ، اته ډزه د ۸۲ ملي متري توپ ګولۍ، دوه کړۍ ماینونه او یو شمېر نور مهمات کشف او ضبط شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي