۰

روسیه د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي.
روسیه د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي دغه کنفرانس به د امریکا په ګدون جوړ کړي، چې په کې به چین، پاکستان او ایران هم ګډون ولري.

که څه هم کابلوف د دغه کنفراس د جوړېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ویل کېږي، چې دا کنفرانس به په راتلونکې میلادي جولای میاشت کې جوړ شي.

د یادونې ده، چې روسیې تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي