۰
د ناټو ملکي استازی:

له طالبانو سره د خبرو اووم پړاو مهم دی ښایي یوه واضح پایله ولري

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۷
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو اووم پړاو حساس او مهم بللی دی.
له طالبانو سره د خبرو اووم پړاو مهم دی ښایي یوه واضح پایله ولري
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو اووم پړاو حساس او مهم بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خبرو دغه پړاو ښایي یوه واضح پایله ولري او باید بین الاافغاني مذاکرات هم پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د مذاکراتو اصلي پړاو بین الاافغاني خبرې دي او طالبانو ته پکار ده، چې ژر تر ژره د خبرو اترو دغه پړاو ته چمتولی وښيي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ناټو په افغانستان کې د سولې له ټولو اقداماتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

د ناټو ملکي استازي افغانستان کې د دوی د حضور په اړه ویلي، چې تر دې دمه په دې اړه پرېکړه نه شي کولی، ځکه د ناټو ماموریت دا دی، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې حالاتو ته په کتو به د سرتېرو د حضور او وتلو په اړه پرېکړه کېږي، خو تر دې وړاندې د ناټو چارواکو ویلي و، تر چې د سولې تړون عملي شوی نه وي او دوی ډاډه شوي نه وي په افغانستان کې به له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي او د افغان ځواکونو تر څنګ به ولاړ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي