۰

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر او وروسره پلاوی نن پنشنبې د چنګاښ ۶ مه سهار د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ولاړ.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی به له خپل پاکستاني سیال عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان او نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر دوه ورځنۍ دی او هغه به د دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت او سولې په اړه بحثونه ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د ولسمشر غني او پاکستاني چارواکو ترمنځ به پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تجارتي اړیکو خبرې وشي.

د یادونې ده، چې له څلور نیم کاله څنډ وروسته دا پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی چې تر سره کوي یې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي