د هرات د ملکي روغتون ډاکتر په دغه ولایت کې د یوه دوه سري ماشوم د زېږېدو خبر ورکړی دی.
د دغه روغتون ډاکتر عارف جلالي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، زېږېدلی ماشوم یو بدن او دوه سره لري، خو تر زېږون وړاندې د موټر په خېته کې مړ شوی، چې د عملیات په واسطه را وایستل شو.
ډاکتر جلالي وایي، د ماشوم د مور روغتیايي وضعیت ښه او تر درملنې لاندې ده، خو په وینا یې دا لومړی نادره پېښه ده، چې هرات کې رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل