د ناټو په چوکات کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، دوه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت نن چهارشنبې د جون ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دوه امریکايي پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
خو دا یې نه دي ویلي، چې دا پوځیان د افغانستان په کوم ولایت، څه وخت او څه ډول پېښه کې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې دوه امریکايي سرتېري وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوټېر لیکلي، چې یاد امریکایي سرتېري د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل