۰
ناټو کې د امریکا دایمي استازې:

امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ او ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکوي

چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۵
په ناټو تړون کې د امریکا دایمي استازې کي بیلي هاچیسون وایي، امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکړي.
امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ او ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکوي
په ناټو تړون کې د امریکا دایمي استازې کي بیلي هاچیسون وایي، امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې په خپلو خبرو کې افغان سولې ته هم اشاره کړې او تمه یې کړې، چې ډېر ژر د افغان سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.

مېرمن هاچیسون ویلي«هله من یو چې ډېر ژر ښایي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ شاهد و اوسو، که څه هم چې دغه پرمختیا تر لاسه کول اسان کار نه دی، فکر کوم چې هغه (خلیلزاد) به واقعي پرمختیا تر لاسه کړي.»

په ناټو کې د امریکا دایمي استازې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم هیله ښودلې، چې تر دوه میاشتط وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرې موافقې ته ورسېږي.

پمپیو چې پرون په یوه اعلان شوي سفر کابل ته راغلی و دغه څرګندونې د امریکا سفارت او دغه راز له ولسمشر غني سره لیدنه کې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي