۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

تمه ده تر دوه میاشتې وړاندې له طالبانو سره د سولې موافقې ته ورسېږو

چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، تمه ده، چې د روان کال د سپټمبر تر لومړۍ نېتې د طالبانو له ډلې سره د سولې موافقې وشي.
تمه ده تر دوه میاشتې وړاندې له طالبانو سره د سولې موافقې ته ورسېږو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، تمه ده، چې د روان کال د سپټمبر تر لومړۍ نېتې د طالبانو له ډلې سره د سولې موافقې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپيو پرون سه شنبې د چنګاښ ۴ مه په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره یې وکتل.

په دغه کتنه کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، کابل کې د امریکا سفیر جان باس او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود.

په ناسته کې پر افغان ټاکنو او سولې خبرې وشوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده، چې تر دوه میاشتو وړاندې له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

نوموړي و ویل، چې له طالبانو سره خبرو کې ښه پرمختګونه شوي او تمه کېږي د ترهګریزو اهدافو لپاره د افغانستان د خاورې د نه استفادې په برخه کې له طالبانو سره ډیر ژر موافقه وشي.

هغه په کابل کې د امریکا په سفارت کې په خبرو کې وویل:«هیله من یم وکړای شم د سپتمبر له لومړۍ نتیټې دمخه د سولې یوه موافقه ترلاسه کړو، زمونږ هدف همدا دی.»

د ده په وینا که څه هم چې د طالبانو سره په خبرو کې پرمختیا شوې، خو تر اوسه د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره کوم زماني جدول ندی جوړ شوی.

هغه و ویل«ټول اړخونه پدې موافق دي چې د ترهګرۍ او بهرنیو سرتیرو د شتون په هکله د طالبانو او امریکا تفاهم بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانځي، دا وروستی ګام زموږ د هڅو محور دی، موږ د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه کوو.»

د یادونې ده، چې کابل ته د ښاغلي پمپیو د سفر هدف او جزیات نه دی په ډاګه شوي، خو هغه له کابل څخه هند ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره به هم کتنې وکړي.

پمپیو پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې راتلونکې شنبې د امریکا او طالبانو تر منځ اووم ځلي خبرې په قطر کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي