رسنیو ته د طالبانو د ګواښ په غبرګون کې افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس وايي، دا طالبانو دا خبرداری به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر رسنیو ته ګواښ وکړ، چې که د دوی پر ضد خپرونې ونه دروي، د نظامي اهدافو په څېر به یې په نښه کړي.
طالبانو په اعلامیه کې ویلي و، چې ځینې رسنۍ د طالبانو ضد اعلانونه خپروي او هڅه کوي، چې د جګړې په اړه عامه اذهان مغشوش او د دوی په وینا د حکومت لپاره استخباراتي کارونه مخ ته یوسي.
دوی خبرداری ورکړی و، چې که دغه ډول رسنۍ په یوه اوونۍ کې خپلې دغه ډول خپرونې بندې نه کړي، نو د دوی له لوري به په نښه شي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په یوه ټوېټ کې د طالبانو دغه ګواښ ته په غبرګون کې ویلي چې دغه ډول ګواښونه د بیان ازادي زیانمنوي.
نوموړي زیاته کړې، طالبان دې عامو وګړو، خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه نه کوي، ځکه په دې سره به د سولې روانې لړۍ ته زیان ورسوي.
کابل کې د امریکا د سفیر په وینا د طالبانو دغه کړنه به له طالبانو سره موخو ته د رسېدو په برخه کې مرسته و نه شي کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل