۰
حنیف اتمر:

موږ سرپرست حکومت غواړو دا نامشروع حکومت مشروع ټاکنې نه شي کولی

سی شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت غیر مشروع وباله او ویې ویل، چې دغه نامشروع حکومت نه شي کولی، چې مشروع ټاکنې تر سره کړي.
موږ سرپرست حکومت غواړو دا نامشروع حکومت مشروع ټاکنې نه شي کولی
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت غیر مشروع وباله او ویې ویل، چې دغه نامشروع حکومت نه شي کولی، چې مشروع ټاکنې تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر چې نن سه شنبې د چنګاښ ۴ مه د دغه ټیم او ولسمشرۍ د نوماندانو شورا له خوا د کابل غازي سټډیم کې د خلکو جوړې شوې لویې غونډې ته وینا کوله اوسنۍ حکومت، فاسد، ظالم او قومي توپیرونو ته په لمن وهلو تورن کړ.

ښاغلي اتمر و ویل، چې د اوسني حکومت قانوني موده د اساسي قانون سره سم د غبرګولي په لومړي نېټه پای ته رسېدلې، چې له هغې وروسته یې دوام او ټول کارونه غیر قانوني دي.

د هغه په وینا دا چې ارګوالو خپل حکومت ته دوام ورکړی دا یې د هېواد اساسي قانون ته لوی توهین دی، چې نور ولس او دوی ته د منلو نه دی.

اتمر و ویل، چې دا حکومت نه ټاکنې غواړي او نه هم سوله، بلکې که ټاکنې غواړي هم داسې یې وغواړي، چې د دوی په ګټه له درغلۍ ډکې او درغلي په کې وکړي.

ښاغلي اتمر ټینګار وکړ، چې دا نامشروع حکومت په هېواد کې مشروع ټاکنې نه شي تر سره کولی او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم د پارلماني ټاکنو په شان له ولس څخه غلا کړي.

د سولې او اعتدال ټیم مشر زیاته کړه، چې په ارګ کې د ټاکنو حاکم ټیم له بیت المال څخه غلا کوي، پروژې خپلو کسانو ته ورکوي، او سر له اوسه د ټاکنو لپاره د کمپاین او مهندسي کولو په هڅه کې دی.

محمد حینف ټینګار وکړ، چې د دوی ټیم او د نوماندانو شورا د اوسني حکومت په شتون کې د ولسمشرۍ ټاکنې نه غواړی، ځکه دا حکومت نامشروع او د ټاکنو د مهندسي کولو په هڅه کې دي.

د هغه په وینا دوی غواړي، چې لومړی یو سرپرست حکومت رامنځ ته او د هغه حکومت تر مدیریت لاندې باید د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي.

د سولې او اعتدال ټيم مشر پر اوسني حکومت دا تور هم پورې کړ، چې د خپلو شخصي او ټیمې ګټو لپاره یې نه یوازې ملي ګټې او اساسي قانون تر پښو لاندې کړی، بلکې په هېواد کې یې قومي توپیرونو رامنځ ته کړي او هېواد یې لوی بحران سره مخ کړی دی.

دغه راز اتمر و ویل، چې د اوسنی حکومت له خوا د بیت المال د غلاو مخه هم باید ونیول شي، ځکه په وینا یې دغه حکومت همدا اوس د بیت المال ټول امکانات خپلو پلویانو ته په واک کې ورکړي دي او د خپل ټیم لپاره پرې کمپاین کوي.

هغه یو ځل بیا و ویل«چې اوسنۍ حکومت غیرقانوني، مفسد، ظالم او د ټاکنو مهندسي کوونکی دی، چې که دوام وکړي ستونزې به نورې هم زیاتې کړي.»

د سولې او اعتدال ټيم د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا و ویل، چې د دغه مشرۍ دغه انتخاباتي ټیم په هېواد کې د رڼو ټاکنو تر سره کېدو او سولې رامنځ ته کېدو ته کلک ژمن دی او په دواړو برخو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

دغه غونډې ته د ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند نورالحق علومي هم په خبرو کې اوسنۍ حکومت غیر مشروع او ولسمشر غنی یې پخوانی ولسمشر یاد کړ.

نوموړي و ویل، چې که ولسمشر غني غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، نو اوس باید له واکه ښکته او که غواړی حکومت یې دوام وکړي، نو له خپلې نوماندۍ باید تېر شي.

نورالحق علومي هم و ویل، چې اوسنی حکومت د ټاکنو د مهندسي کولو په هڅه کې دی او د دغه حکومت په شتون کې رڼې او له درغلۍ پاکې ټاکنې ناشونې دي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي