د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ پرون دوشنبې د چنګاښ ۳ مه د بلجیم پلازمېنه بروکسل د ناټو په مرکزي دفتر کې له قریشي سره لیدلي دي.
ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي ښاغلي سټولټنبرګ له قریشي سره خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې په خاطر باید بین الاافغاني خبرې ژر پیل شي.
د نوموړي په وینا په سيمه کې د افغانستان د سولې په خاطر باید ټول هېوادونه خپل مثبت رول ولوبوي ځکه په افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.
د ناټو عمومي سرمنشي پر داسې مهال د افغان سولې لپاره د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیل کېدو ټینګار کوي، چې ټاکل شوې سبا او بله ورځ د ناټو ۴۱ غړي هېوادونه او شریکان د یاد سازمان په مرکز کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه غونډه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل