۰

افغان ځواکونو د فاریاب بلڅراغ ولسوالي له طالبانو ونیوله

سی شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د بلڅراغ ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
افغان ځواکونو د فاریاب بلڅراغ ولسوالي له طالبانو ونیوله
ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د بلڅراغ ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې بلڅراغ ولسوالي له تېر یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو به ولکه کې وه، چې نن سه شنبې د چنګاښ ۴ مه بېرته افغان ځواکونو نیولې ده.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولسوالۍ ټولې سیمې او کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي او ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د یادې ولسوالۍ د نیولو په عملیاتو کې مشري د کمانډو ځواکونو په لاس کې وه، چې اردو یې هم ملاتړ کاوه.

خبرپاڼه وایي، طالبانو د دغه ولسوالۍ له نیولو وروسته د ځايي خلکوو سره زور زیاتی کړی، هغوی یې برمته کړي، باج یې ترې اخیست او ښوونځي یې ورته تړلي وو.

خو په وینا یې د افغان ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته به د سیمې خلک ارام ژوند ولري او د خپل ژوند د پرمختګ چارې به په ښه توګه مخ ته یوسي.

دفاع وزارت د دغه ولسوالۍ د نیولو په عملیاتو کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي