۰
ایف ای ټي ایف:

په تور لیست کې د پاکستان د داخلولو امکانات دېر دي

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
د ترهګرو د مالي سرچينو د څار ادره يا د ایف ای ټي ایف وايي، ممکن پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په تور لېست کې شامل کړی شي.
په تور لیست کې د پاکستان د داخلولو امکانات دېر دي
د ترهګرو د مالي سرچينو د څار ادره يا د ایف ای ټي ایف وايي، ممکن پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په تور لېست کې شامل کړی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مشر مارشل بیلینګسلي ویلي، په تور لیست کې د پاکستان د داخلولو امکانات دېر دي خو دغه پرېکړه به په راتلونکې غونډه کې کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اکشن پلان لخوا پاکستان ته ورکړل شوې موده لا پوره شوې نه ده خو په خبره یې پاکستان تر اوسه په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي تر سره کړي.

د هغه په وینا دوی پاکستان ته د ترهګرو د ملاتړ او تورو پیسو د لېږد رالېږد په اړه ویلي وو خو یاد هېواد تر اوسه په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

دغه اداره وايي، پاکستان یې په خړ لیست کې ساتلی دی او که سپارښتنې یې پوره نه شي نو د اکټوبر میاشت کې به یاد هېواد تور لیست کې شامل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي