۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

افغانستان کې ستراتېژیک نفوذ نه غواړو، نور باید خپلې خاورې یو د بل ضد ونه کارو

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۴
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو اسلام آباد کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې پاکستان په افغانستان په کې ستراتېژیک نفوذ نه غواړي.
افغانستان کې ستراتېژیک نفوذ نه غواړو، نور باید خپلې خاورې یو د بل ضد ونه کارو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو اسلام آباد کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې پاکستان په افغانستان په کې ستراتېژیک نفوذ نه غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان په بلنه د افغان سیاسیونو سره د افغان سولې په اړه غونډه نن شنبې د چنګاښ اوله نېټه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شوه.

دغه غوندې ته ګلبدین حکمتیار، محمد حنیف اتمر، عطا محمد نور، سیدحامد ګیلاني، لطیف پدرام او ځینو نور سیاسیون هم ورغلي، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي په کې ګډون نه دی کړی.

غونډې ته د وینا پر مهال قریشي و ویل، چې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن شیطاني چلونه کوي، او د دواړو خپلې منځي اړیکې یې خرابې کړې خو دا یې ونه ویل، چې دغه ګډ دښمن څوک دی.

هغه زیاته کړه« زموږ د دواړو ګډ دښمن شیطاني چلونه کوي‌ او ډېری وخت یې زموږ دواړو خپلمنځي اړیکي خراب کړي. باید داسې عناصرو ته فرصت ورنکړو او خپله خاوره د یو بل پر ضد ونه کاروو.»

قریشي وایي، پاکستان تل په دې باور و چې افغان کړکېچ یوازې په خبرو حل کېدلی شي او نن نړیواله ټولنه هم دا خبره مني.‌

د هغه په وینا لومړی وزیر عمران خان هم غواړي‌ چې افغانستان کې سوله راشي او پاکستان د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده، چې خپلو کې داسې اړیکې سره جوړې کړو، چې د ده په یو د بل په چارو کې په نه لاسوهنې او شریکو ګټو ولاړې وي.

قریشي و ویل، چې‌ په افغانستان کې د بې ثباتۍ تر ټولو ډېر زیان تر دغه هېواد وروسته پاکستان ته اوښتی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په هېواد کې یې هېڅوک په دې باور نه دي چې باید په افغانستان کې ستراتیژیک نفوذ ولري.

اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو دغه غونده پر داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې روانه اوونۍ قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل او راتلونکې اوونۍ ولسمشر غني هم پاکستان ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي