کورنیو چارو وزارت وايي، لوګر، فاریاب، کاپيسا، تخار او هلمند ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د چنګاښ اوله یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.
سرچینه زیاتوي د لوګر خوښۍ ولسوالۍ په باغکۍ سیمه کې طالبانو د سیمه ییزه پولیسو پر پوستو ډلیز بریدونه وکړل، چې له سخت مقاومت او ماتې سره مخ شول.
وزارت وايي، په ځوابیه برید کې ۷ طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپیان او یوه اندازه وسلې هم د پولیسو لاس ته ورغلې، خو د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.
بل خوا وزارت وايي، د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د بهارک په سیمه کې هم د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي، ۷ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په همدې ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو تر منځ یوه بله نښته کې هم درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو عراده موټر تر لاسه او دوه موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
بل خوا د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د تخار ولایت د رستاق ولسوالس په سنګلاخ سیمه کې یو ماین خښوونکی له دریو همکارانو سره نیولی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا کس هغه وخت ونیول شو، چې غوښتل یې د رستاق ولسوالۍ مرکز ته د موبایل په وسیله یو کړۍ عیار شوی ماین په موټر سایکل ولېږدوي.
د سرچینې په وبنا د دې کس څخه له پلټنو وروسته درې همکاران یې هم له رستاق ولسوالۍ څخه له پېژندنې وروسته ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له یادو کسانو څخه د یو کړۍ ماین سربېره ترهګرو طالبانو ته اړوند یو شمېر سندونه هم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې خبربانه وايي، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شپېګلۍ او ناوه کلیو کې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ طالبان وژل شوي دي.
دغه راز کورنیو چارو وزارت ویلي، د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په ماجتک سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو قومندان چې په خاکسار مشهور و، ونیول شو.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو بل تش په نامه قوماندان مسلم وژل شوی او د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل