۰

فاریاب کې د طالبانو د مالیې ټولولو مسوول نیول شوی دی

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
په شمال کې د پوځ چارواکو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته د یوه مالیه ټولوونکي مسوول کس د نیولو خبر ورکړی دی.
فاریاب کې د طالبانو د مالیې ټولولو مسوول نیول شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته د یوه مالیه ټولوونکي مسوول کس د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د چنګاښ اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي نیول شوی کس قاري غلام یحی نومېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري یحی پښتونکوت ولسوالۍ کې د طالبانو د مالیې ټولو مسوول و او هغه مهال د کشفي او استخباراتي ځواکونو له خوا ونیول شو، چې په پټه میمنې ښار ته داخل شوی وو.

سرچینه زیاتوي، چې له نوموړي سره یو میل وسله او یوه اندازه مهمات هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې قول اردو په همدې ولسوالۍ کې د دوه بهرنیو وګړو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي