۰
ترمپ:

افغانستان کې حالت ښه لور ته روان دي، سرتېري کموو

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په افغانستان کې حالت ښه لوري ته روان دي او دوی به په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.
افغانستان کې حالت ښه لور ته روان دي، سرتېري کموو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په افغانستان کې حالت ښه لوري ته روان دي او دوی به په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې له ټایم مجلې سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې به د سرتېرو شمېر اتو زرو تنو ته راټیټ کړي.

هغه په دې مرکه کې  د ایران، سوریې او نورو هېوادونو پر روانو مسایلو خبرې کړې او د افغانستان په اړه یې هم ویلي، چې هلته حالت ښه لوري ته روان دي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده« ژر به ښه خبرونه واورېدل شي، نو له همدې امله د خپلو ځواکونو شمېر اتو زرو ته راکښته کوو.»

په ورته وخت کې هغه د داعش په اړه ویلي، چې دغه دغه ډله په افغانستان کې ځپل شوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ده.

د امریکا ولسمشر افغانستان کې د ځواکونو کمولو خبر پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې روانه اوونۍ قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په اړه ۷ پړاو خبرې پیل شي.

طالبانو ویلي په خبرو کې پرمختګ شوی او امریکا منلې، چې ټول ځواکونه به باسي او د افغانستان په چارو کې به نور لاسوهنه نه کوي.

خو خلیلزاد ویلي وو، دوی له طالبانو سره په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون نه بلکې، د سولې لپاره د یوې جامع توافق په لټه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي