۰

فاریاب کې د دوه بهرنیو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د دوه بهرنیانو په ګډون د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
فاریاب کې د دوه بهرنیو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د دوه بهرنیانو په ګډون د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، دغه عملیات پرون جمعه د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د طالبانو پر پټځایونو شوې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ویلي، بهرنیو ځواکونو د طالبانو د مرستیال ولسوال حاجي برکت پر پټنځای برید کړی، چې په کې ۱۳ طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په وژل شویو کسانو کې دوه تنه بهرنیان دي، چې یو یې د ازبکستان وګړی اکه علی او د بل هویت تر اوسه نه دی معلوم شوي.

د هغه په وینا ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ وي او د پښتونکوټ لپاره مرستیال طالب ولسوال حاجي برکت هم په کې شامل وي.

رضايي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فاریاب په پښتونکوټ، غورماچ، خواجه سبزپوش او کوهستان ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د شپارسو قوماندانانو په ګډون له ۸۰ زیات طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي