کرنې وزارت د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې په همکارۍ د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه هند کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانستې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې دغه ننداراتو پرون جمعه د غبرګولي ۳۱ مه د هند په ممبيي ښار کې جوړ شوی وو.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دغه نندارتون کې چې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي، لوړپوړي دولتي چارواکي ګډون کوي.
نوموړي ویلي، په نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ۵۷ غرفو کې وچه او تازه مېوه، زعفران، طبي بوټي او نور کرنیز محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي.
د هغه په وینا تر اوسه تر ۸۰۰ ډېرو سوداګرو او هندي کمپنیو نوملیکنه کړې او ټاکل شوې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.
د کرنې وزارت ویاند زیاتوی، چې دغه نندارتون به د هېواد محصولاتو او تولیداتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخو او دغه راز د افغان او هندي متشبثینو ترمنځ اړیکو کې اغېزناک تمام شي.
جمهورخبري آژانس:کابل