۰

هند:په ترافیکي پېښه کې ۴۴ تنه وژل شوي دي

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
هند کې یوه کړنګ ته د یوه بس موټر د غورځېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه وزل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هند:په ترافیکي پېښه کې ۴۴ تنه وژل شوي دي
هند کې یوه کړنګ ته د یوه بس موټر د غورځېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه وزل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي پولیس وايي، پېښه د هند د غرني هیماچل پردېش ایالت سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دوی په وینا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سورلۍ بس موټر په یاده سیمه کې په یوه کږلېچ کې له لارې ووت او ګړنګ ته ولېدو.

په موټر کې سپاره کسان له کارونو او ښوونځیو کورونو ته روان وو، چې موټر یې تر ګړنګ ولوېد.

هندي پولیس وایي، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي