۰

دفاع وزارت: فاریاب کې ۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۰
ملي دفا وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو فاریاب ولایت کې د ۱۵ قوماندانانو په ګډون ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: فاریاب کې ۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفا وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو فاریاب ولایت کې د ۱۵ قوماندانانو په ګډون ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د قلعه ولي په سیمه کې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د ۱۵ قوماندانانو په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي، وژل شوي طالب قوماندانان حاجی ملا، ملا تورجان ، قاری سورګل، قاری رحم الدین، قاری حبیب الله، غلام سرور سرگروپ،ګل محمد قوماندان، نورمحمد سرګروپ، سیداګل سرګروپ ، عبدالخالد سیمه ییز قوماندان، سردار ۳۰ کسیزه سر ګروپ، ملاستار، ملا عبدالرحیم، ملا عبدالروف، یارمحمد سرګروپ او  ملا عِوض سر ګروپ شامل دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، حاجی ملا د غورماچ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مسوول هم وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي