د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي، چې تېر ۲۰۱۸ کال د تاوتریخوالي او ستونزو له کبله د نړۍ په کچه ۷۸ میلیونه وګړي بې کوره شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري ناورینونو سره د مبارزې برخې په دې راپور کې ویل شوي، چې ډېری بې کوره شوي کسان، د افغانستان، میانمار، صومالیا، سوډان او شام وګړي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې انسانان د سوله ییز چاپيریال په برابرولو کې پاتې راغلي او دا په تېرو اویا کلونو کې د مهاجرو انسانانو تر ټولو لوی شمېر دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان مشر فلیپو ګرانډي زیاته کړه، د جګړې له کبله په بې کوره شویو کسانو کې ۵۷ سلنه د افغانستان، میانمار، صومالیا، سوډان او شام اوسېدونکي دی
.
نوموړي زیاته کړې دا یوازې هغه شمېرې دي چې دوی ته رسېدلي خو نړۍ کې ځینې سیمې داسې شته چې په کې د کډوالو شمير نه شي کېدای.
د یادونې ده، چې افغانستان او منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي له کبله هره ورځ زرګونه انسانان د روم سمندر له لارې یونان ته اوړي او بیا هلته د پناه غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان مشر فلیپو ګرانډي وايي، اروپايي هېوادونه دې کډوالو سره د سختۍ پر ځای دوی لپاره سرحدونه خلاص پرېږدي.
هغه د ځينو هېوادونو دا راپورونه هم رد کړي، چې ګڼې دغه ګډوال د دوی د هېوادونو امنیت ته ګواښ دي، وایي، ګډوال خپله جګړو او ستونزو څخه د امن ځای په لټه کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل