۰

د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین ویلي، پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۲۸ مه) په یحی خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر د خپل کور په لار روان و، چې د طالبانو له کمین سره مخ او له څلورو سیمه ییزه پولیسو سره یو ځای و وژل شو.

دی وایي، د پولیسو او طالبانو تر منځ نښتې درې ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې درې طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي