۰

په ولسي جرګه کې د وکیلانو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شو

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۱
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د وکیلانو تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي او دغه ناندرۍ نن په فزیکي شخړه او اخ ډب واوښتې.
په ولسي جرګه کې د وکیلانو تر منځ اخ ډب رامنځ ته شو
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د وکیلانو تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي او دغه ناندرۍ نن په فزیکي شخړه او اخ ډب واوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه وکیلان نن په هغه یوه جنجالي رایه بیا رایه اچوونه وکړي، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې د میر رحمان رحماني او اصولي د نومانداۍ پر مهال کارول شوې وه.

د جرګې استازو نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۹ مه غونډه کې غوښتل دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي، خو ستونزه یې نوره هم لویه او پر فزیکي شخړه سره واوښته.

شخړه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو شمېر وکیلانو پر جنجالي رایه پټه رایه اچوونه غوښته، یو شمېر نور علني او ځینو هغو بیا مختلطه رایې اچونه غوښته.

په جرګه کې د کابل استازي امان الله ګذر تر دغه اختلاف وروسته و ویل، چې د جرګې څو تنو غړو تالار په خپل ګروت کې نیولی او هېڅ ډول حل لاره نه مني.

نوموړي میررحمان رحماني د ریاست په څوکۍ کېناوهو چې د یو شمېر نورو له سخت غبرګون سره مخ او په همدې وخت کې فزیکي شخړه رامنځ ته شوه.

تر دې پېښې وروسته د ولسي جرګې د تلوېزیون ژوندۍ خپرونې بندې شوې.

د یادونې ده، چې د ولسي جرګې وکیلان له تېرې یوې میاشتې راهیسې نه دي توانېدلي، چې خپل رییس او اداري پلاوی وټاکي.

د دغه اداري پلاوي د ناټاکل کېدو د جرګې غړي له سختو غبرګونونو سره مخ کړي او وايي، په ولسي جرګه کې د پیسو معاملې، قومي او سمتي توپیرونه روان دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي