سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د جلا جلا بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر داعش دغه بریدونه د ننګرهار په خوګیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، په خوګیاڼو کې د هوايي برید پر مهال دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
دغه راز سرچینه زیاتوي، چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه بل هوايي برید په ترڅ کې ۳ داعشیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په اچین کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي و.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار