۰
ملګري ملتونه:

افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ۷۰ سلنه کم شوي دي

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
ملګري ملتونه وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او وسله والې نښتې کمې شوې دي.
افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ۷۰ سلنه کم شوي دي
ملګري ملتونه وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او وسله والې نښتې کمې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه تازه راپورکې ویلي، چې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ۷۰ سلنه کم شوي دي.

په دغه راپور کې چې نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۹ مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی راغلي، چې  په افغانستان کې په امنیتي پېښو او ځانمرګو بریدونو کې کموالی راغلی دی.

د یاد سازمان مشر انتونیو ګوتریش وايي د روان کال د فبرورۍ میاشتې له اتمې بیا د مې تر نهمې په افغانستان کې ۵۲۴۹ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه کموالی ښيي.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، د وړم کال د همدې مودې په پرتله په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

 د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن ناوخته دغه راپور تر لاسه کړي او د یادې شورا په غونډه کې به په افغانستان کې پر روانو جګړو، نا امنیو، بشري حقونو، بې ځایه شوو، سولې او نورو مواردو خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي