۰

طالبانو د فاریاب کوهستان ولسوالي نیوله، خو ماته یې خوړلې

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ لپاره ډلیز بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.
طالبانو د فاریاب کوهستان ولسوالي نیوله، خو ماته یې خوړلې
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ لپاره ډلیز بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د نیولو لپاره پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره هم د او د هوایي ځواک په ملاتړ په شاه وتمبول او مات شول.

خبرپاڼه وایي، د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي، افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې قول اردو تېرهورځ هم د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي