۰

ننګرهار او پکتیا کې چاودنو شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار او پکتیا کې چاودنو شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې پرون او پکتیا ولایت کې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۸ مه دغه چاودنې رامنځ ته شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پرون د اچین ولسوالۍ د مومند باغ په سیمه کې اېښودل شوی ماین پر ولسي وګړو چاودلی دی.

نوموړی وايي، ماین داعش وسله والو اېښی و، چې د چاودنې له امله یې یوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

د هغه په وینا ټپي مېرمن یوه پښه له لاسه ورکړې، او د امنیتي ځواکونو له خوا بګرام ته د درملنې په موخه لېږدول شوې ده.

بل خوا   نن سهار اته نیمې بجې د زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار کې د ماين چاودنه شوې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، ماین په یوه لاسي ګاډۍ کې اېښودل شوی و، چې په چاودنه کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي