د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د منځنۍ اسیا په اړه یوه نوې ستراتیژي تصویب کړه، چې موخه یې د سیمې له هېوادونه سره ټینګ او اوږدمهاله ګډون دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نوې ستراتېژي پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه د بلجیم بروکسل ښار کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کې تصویب کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې له دې ستراتیژۍ سره یوځای به په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو لپاره د پالیسۍ نوی چوکاټ جوړ کړي.
د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د اروپايي اتحادیې د لومړنۍ ستراتیژۍ له تصویبېدو را وروسته د دې اتحادیې او د منځنۍ اسیا د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هرکلی وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل