د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې نن د انګلستان پر وړاندې میدان ته وځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا لوبه به نن سه شنبې د غبرګولي ۲۶ مه د افغانستان پر وخت ماسپښن دوه بجې پیل شي.
لوبه د انګلستان د مانچستر په اولډټرافورډ لوبغالي کې تر سره کېږي، چې لیدو ته به یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورشي.
ولسمشر غني پرون انګلستان ته تللی او د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې او نورو لوړو پوړو امنیتي چارواکو سره یې کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل