۰

غور کې ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
په لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وایي، غور ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې ۲۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غور کې ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وایي، غور ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې ۲۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند عارف رضايي جمهور خبري آژانس ته ویلي، چې افغان پوځ او کماندو ځواکونو د غور په انګرانو امروتک، شترخانو فیروزکوه او دولینه ولسوالیو کې عملیات کړي.

دی وایي، په دې عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې د ملا الله داد او مصطفی آمروتک په نوم د هغوی دوه مهم او مشهور غړي هم شتون لري.

رضايي زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي او دغه راز د هغوی دوه میله پیکا، دوه میله راکټ، درې میله کلاشنکوف یو میل ۳۰۳ لرې ویشتونکې وسله، دوه عرادې لانډکروز موټر، یو پراډو موټر، درې عرادې موټرسایکلونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او ۱۲ عرادې موټر سایکلونه او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند د دولتي ځواکونو د زیان په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې په یادو سیمو کې لا هم عملیات روان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي