د مصر دولتي تلوېزیون اعلان کړی، چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محکمې په جریان کې مړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تلوېزیون پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه د محمد مرسي د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
ویل کېږي، په مرسي د محکمې په جریان کې حمله راغلې، خو تر چې روغتون ته رسول کېده ساه یې ورکړې ده.
د یادونې ده، چې ۶۷ کلن محمد مرسي له واکه تر لرې کېدو وروسته د جاسوسۍ او خیانت په تورن تورن او زدندان ته واچول شو.
نووړی د اخوان المسلمین له مشرانو او په ډيموکراټيک ډول د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې د واکمنۍ پر وړاندې له پراخو لاريونو وروسته د مصر پوځ له دندې ګوښه کړ.
محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې په ۳۰ نېټه ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته مصر کې د یوه مذهبي ګوند اړوند لومړنی ولسمشر وټاکل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل