۰

چین ته د ملا برادر سفر، طالبانو د نړیوالو ملاتړو په لټه کې دي

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۶
چین ته د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملابرادر په تړاو شنوونکي وايي، طالبان اوس د نړیوال ملاتړ په لټه کې دي.
چین ته د ملا برادر سفر، طالبانو د نړیوالو ملاتړو په لټه کې دي
چین ته د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملابرادر په تړاو شنوونکي وايي، طالبان اوس د نړیوال ملاتړ په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، ملاعبدالغني برادر او ورسره طالب پلاوی د چین په رسمي غوښتنه دغه هېواد ته سفر کړی او د دې هېواد د بهرنیو چارو او امنیتي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، دغه پلاوي له چنايي چارواکو سره د د سولې د اووم پړاو خبرو او دغه راز پر اقتصادي او لویو پروژو خبرې کړې دي.

خو طالبانو دغه سفر ته سیاسي شنوونکي د شک په سترګه ګوري وایي، له یوې خوا طالبان د نړیوالو ملاتړو په لټه کې دي، له بلې خوا ځینې هېوادونه هم هڅه کوي، له امریکا سره د ډغرې وهلو لپاره هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې ولري.

د سیاسي چارو شنوونکي اکبرجان فولاد جمهور خبري آژانس ته و ویل«طالبان له تېرو دوه کولونو راهیسې هڅه کوي، ځان ته نړیوال ملاتړي پیدا کړي، د طالبانو سیاسي بازار په دې موده کې ګرم شوی دی.»

ښاغلی فولاد دې ته په کتو چې طالب پلاوی د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وايي، دا ښيي، چې چین په افغانستان کې پر امریکا او ناټو د فشار راولو لپاره طالبان یوه وسیله جوړه کړې او د دغه ډلې په ملاتړ کې شامل شوی دی.

فولاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې تر دې پاکستان د طالبانو د اصلي ملاتړي او دغه راز په دې وروستیو کې روسیه هم د طالبانو په ملاتړ او اړیکو تورنه شوې ده.

دی وايي، له طالبانو سره له خبرو وروسته په دې اړه د چین نړیوال دریځ د طالبانو په ګټه دی او ښيي، چې دا هېواد هم د طالبانو په ملاتړ کې شامل شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د چین تودې اړیکې به افغان سوله پېچلې او په ټول کې به د افغانستان او چین تر منځ پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

د ولسي جرګې غړي ډاکتر جعفر مهدوي هم تاییدوي، چې له دوه کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي مانورو میدان پراخه شوی او دغه ډلې ډېر بدلون کړی دی.

نوموړي جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې په دې دوه کلونو کې په نړیواله کچه د طالبانو اړیکې د دې لامل شوې، چې دغه ډله له یوې کوچینې هغې په یوه مطرح ډله بدله شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي