۰

هلمند او هرات کې د طالبانو د ماین جوړولو پټنځایونه له منځه وړل شوي

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
کورنیو چارو وزارت هلمند، هرات او فراه ولایتونو کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او د هغوی د ماین جوړلو د دوه پټنځایونو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
هلمند او هرات کې د طالبانو د ماین جوړولو پټنځایونه له منځه وړل شوي
کورنیو چارو وزارت هلمند، هرات او فراه ولایتونو کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او د هغوی د ماین جوړلو د دوه پټنځایونو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو پرون د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ګډ عملیات پیل کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چېپه دغه عملیاتو کې د ۹ طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره د هغوی د ماین جوړولو یو پټنځای هم له منځه وړل شوی او عملیات جریان لري.

وزارت وايي، وسله والو طالبانو په دغه پټنځای کې مایونونه جوړول او په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یې پرې ترهګرې چاودنې تر سره کولې.

بل خوا وزارت د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د بارکزیو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د ماینونو د یوه پټنځای د کشف او په کې د ۴۰ کړۍ ماینونو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

وزارت وايي په دې عملیاتو کې یو وسله وال طالبان هم وژل شوی دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي