۰

د افغانستان د مرکزي بانک رییس خپله دنده پرېښوده

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
د افغانستان د مرکزي بانک رییس خلیل صدیقي له خپلې دندې لاس په سر او استعفا یې اعلان کړې ده.
د افغانستان د مرکزي بانک رییس خپله دنده پرېښوده
د افغانستان د مرکزي بانک رییس خلیل صدیقي له خپلې دندې لاس په سر او استعفا یې اعلان کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بانک ویاند ایمل هاشور هم تاییدوي، چې ښاغلي صدیقي خپله دنده پرېښې ده.

نوموړي د صدیقي د دندې پرېښودو لامل د هغه شخصي ستونزې او ناروغي په ګوته کړې، خو ویل کېږي، چې نوموړي په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت بایللو له امله دنده پرېښې ده.

ویل کېږي د خلیل صدیقي استعفا د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا هم منل شوې ده.

د مرکزي بانک رییس پر داسې مهال دنده پرېښې چې دا مهال افغانستان کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې بې سارې ټیټه شوې او یو ډالر ۸۰.۵۰ افغانیو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي