د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی لپاره ډګر جنرال فیض حمید د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې ډګر جنرال عاصم منیر د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر وو خو هغه اوس د ګوجرانواله د قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د پاکستان پوځ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عمران خان د منیر پر ځای ډګر جنرال فیض حمید د آی اېس آی رییس ټاکلی دی.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د استخباراتي ادارې د مشر په دنده ګومارل صدراعظم کوي او کاري موده يې هم تر درېو کلونو پورې وي.
خو دا نه ده څرګنده چې ولې جنرال عاصم منير د درییو کلونو د مودې تر پوره کېدو وړاندې له څوکۍ ګوښه شو.
د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ د جنرال فيض حميد په شمول څلور تورنجنرالان د ډګرجنرالانو په توګه د مقررولو اعلان هم کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل